د علمي تحقیق زده کړو ورکشاپ؛ له موضوع ټاکلو څخه تر مونوګراف لیکنې پورې
د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي د تحقیقاتو کمېټې د څلورم ټولګي محصلینو لپاره د «مونوګراف لیکنې او پروپوزل جوړولو طریقې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو. وروسته پوهنمل ډاکټر محمد شعیب دلاوري، چې د پوهنځي د تحقیقاتو کمېټې مسئول دی، د علمي لیکنې پر اهمیت، د مونوګراف په واسطه د تحقیق مهارتونو د پیاوړتیا پر رول او د اکادمیکو معیارونو د رعایت پر اړتیا خبرې وکړې.
وروسته پوهنمل عبدالباري وثیق د موضوع د انتخاب مراحلو، د تحقیق د پلان د تنظیم، د سرچینو د راټولولو طریقو، د پروپوزل جوړښت، د مونوګراف د لیکلو اصولو، عامو تېروتنو، د سمې حواله ورکولو طریقې او د معتبرې سرچینې د کارونې په اړه مفصل وضاحت وړاندې کړ.
