په صحی علومو کې د تحقیق او مقالې لیکلو اصولو ورکشاپ جوړ شو.
د هرات پوهنتون د تحقیق او علمي مجلې معاونیت او د طب پوهنځي په همکارۍ، د «په صحی علومو کې د تحقیق او مقالهلیکلو اصول» په نوم علمي ورکشاپ د تحقیق او علمي مجلې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړ شو. دا پروګرام د استادانو د علمي ظرفیتونو لوړولو او د صحی علومو په برخه کې د معیاري مقالو د تولید لپاره د لارې برابرولو په موخه په لاره اڅول شوی وه. ورکشاپ د قرآن کریم د آیاتونو پخ تلاوت سره پیل شو، وروسته پوهاند ډاکټر عزیزالرحمن نیازی، د کابل طبی پوهنتون د تحقیق او علمي مجلې معاون، د علمي تحقیق اهمیت او د مقالې لیکلو رول په پوهنتونونو کې د ملي او نړیوالو مقامونو په لوړولو کې خبرې وکړې او استادانو ته یې تشویق ورکړ چې د علمي اثارو د خپرولو لپاره په معتبره مجلو کې هڅې وکړي.
