د (WordPress) په مرسته د وېبپاڼې ډیزاین او زده کړې اونيز سمينار راپيل شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت د رسنيو مرکز له لوري د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د (WordPress) په مرسته د وېبپاڼې ډيزاين زده کړې اونيز سمينار راپيل شو.
ددې سمينار ښوونيزي چاري د کمپيوټر ساينس پوهنځي د دوو تنو استادانو له لوري مخته وړل کيږي، چي موخه يې د محصلانو علمي، عملي او تخنيکي ظرفيت لوړول دي.
د رسنيو عملياتي مرکز مسؤولينو په وينا، ددې ډول پروګرامونو پیل د همدې مرکز د دوامداره هڅو يوه برخه ده، چي د محصلینو عملي مهارتونه پياوړي کوي، هغوی په دې اړه زياتوي، چي د ژورنالیزم محصلینو د وېبپاڼې د ډیزاین او مدیریت مهارتونو زده کړه کولاي سي د راتلونکي لپاره د ډیجیټل خپرونو، آنلاین منځپانګې تولید او خپلواکو رسنیو د پراختیا لپاره غوره زمینه برابره کړي.
ددې سمینار وړاندي کوونکو استادانو له لوري بیا محصلینو ته ددې سمينار د زده کړې پر ارزښت او د عصري مهارتونو پر زده کړې باندي ټینګار وشو.