د پوهنتون د اداري مجلس غونډه جوړه شوه.

hu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۹:۵۹
""

د هرات پوهنتون اداري غونډه  نن د هرات پوهنتون د رئيس پوهندوی عبدالعزيز نعماني، په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون د استادانو چارو آمر او د علمي چارو سرپرست پوهنمل رحيم بخش فقيریار، د پوهنتون د پوهنځيو رئيسانو او استادانو په ګډون جوړه شوه.
ناسته د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د هرات پوهنتون رئيس پوهندوی عبدالعزيز نعماني د پوهنتون  په روان وضعيت په تفصيل سره خبرې وکړې، د ښه او باکيفیته تدريس وړاندې کولو په هکله یې مخکينیو ژمنو ته په ټينګارسره وویل، چې اوسنيو شرایطو او امکاناتو ته په کتو سره  تراوسه پوهنتون په دې برخو کې ښه او اغېزمن ګامونه اخيستي دي.
ښاغلي نعماني وویل: چې که څه هم زموږ په وړاندې زیاتې ستونزې وې؛ مګر بیا موهم د خپل توان سره سم هڅه کړې ترڅو پرستونزو برلاسي او اړونده چارې په ښه توګه اداره کړو.
وروسته له اجنډا سره سم د طب، کمپیوټرساینس، هنرونو، حقوقو، ټولنيزوعلومو، کرنې، شرعیاتو، ژورناليزم، انجينري، ساینس، وترنري، عامه ادارې، ادبیاتو، ستوماتولوژي، اقتصاد، ښوونې او روزنې پوهنځیو رئيسانو او مسئولینو په ترتيب سره د خپلو پوهنځيو د ټوليز وضعيت په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې، د مخکې سمستر په بریاليتوب سره پای ته رسيدلو، په خپل ټاکلې وخت ازموينو اخيستلو او په نورمال ډول د سمستر درسي بهير د پیل  په اړه یې حاضرينو ته معلومات وړاندې کړل.
په دغې ناسته کې د پوهنتون په نورو ننګونو او ستونزوهم بحث او نظریات وړاندې شول او لازمې پریکړې وشوې.   

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د تیمورې دورې او عثماني تاریخ کتاب په هرات پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کول

د هرات پوهنتون د تحقیقاتو معاونیت او علمي مجلې د هرات د تیکا دفتر په ګډه یوه محفل جوړ کړ ترڅو د تیمورې دورې (شاهرخ مرزا او ګوهرشاد بیګم) او «عثماني تاریخ (له پیل څخه تر ړنګېدو 1299-1922. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د بنګ کښت رواني پیامدونو ته علمي کتنه او د هغې د منع کولو ضرورت باندې علمي سیمینار

د د دعوت او ارشاد پروګرامونو، کلتور جوړونې او د علمي کادر د ظرفیت لوړولو په چوکاټ کې، د ښونې او روزنې پوهنځي د علمي څیړنو کمیټه او د کلتور کمیټې په همکارۍ د "بنګ کښت رواني پیامدونو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د هرات پوهنتون د زیربنایي ساتنې او پرمختیا پروژو پرمختګ

د پوهنتون د چاپېریال د پراختیا او ښه والي په موخه، په هرات پوهنتون کې بېلابېلې ساختماني او زیربنایي پروژې د مالي او اداري معاون تر نظارت لاندې په جریان کې دي. دا پروژې د زده کړو د فضا د. . .

BACK TO NEWS