د لومړنیو مرستو څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۰:۴۶
:

نن ورځ د اولیه کومکونو ۴ ورځینی ورکشاپ د ظرفیت لوړاوي عمومي مدیریت له خواه او د استادانو مسلکي پرمختګ آمریت په همکارۍ د مالی او اداري مرستیال منت الله اخند زاده، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د استادانو د مسلکي پرمختګ مرکز آمر دکتور عزیزالرحمن نیازي او د دې ورکشاپ د ګډونوالو په حضور، د یاد مرکز د کنفرانسونو په اتاق کې پیل شو.
ورکشاپ د کلام الهي د آیتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته منت الله آخندزاده په اداره کې د اولیه کومکونو سره د کارکوونکو د آشنایي د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د اولیه کومکونو زده کړه یې نه یوازې د یوې ادارې کارکوونکو، بلکې د ټولنې هر غړي لپاره ارزښتمنه وبلله، تر څو له دې لارې څخه د احتمالي پېښو رامنځ ته کېدو په وخت کې د زیان لیدونکي وګړي د ژغورلو لپاره بشپړ چمتو والی ولري.
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال یو ځل بیا د ظرفیت د لوړاوي د عمومي مدیریت له ابتکار او د استادانو مسلکي پرمختګ مرکز د آمریت له همکارۍ څخه د دې ورکشاپ د دایرولو په پار مننه وکړه او له ګډونکوونکو څخه یې وغوښتل ترڅو د دې ورکشاپ د مربیانو د علمي لاسته راوړنو څخه لویه ګټه واخلي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۴ - ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۴۹
Background image

د هرات پوهنتون د کادري روغتون له پروژې څخه لیدنه

د هرات پوهنتون علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق او د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام په داسې حال کې چې د طب پوهنځي رئیس پوهندوی دکتور شفیق احمد جویا، د استادانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون مالي آمر، د عمومي تکنالوژۍ مدیر او د تدارکاتو آمران معرفي شول.

نن د بېلو ( جداګانه) مراسمو په لړ کې نثار احمد قاسمي د پوهنتون د تهیه، تدرکاتو او خدماتو د آمر،  صدام سعیدي د حسابۍ او مالي آمر، سید معروف سادات د معلوماتي تکنالوژۍ د آمر او محمد همایون. . .

BACK TO NEWS