په هرات پوهنتون کې د لوېدیځ زون د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت علمي برناموو د ورکشاپ پای.

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۵:۲۱
ی

ه هرات پوهنتون کې د لوېدیځ زون د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت علمي برناموو د ورکشاپ پای. د لوېدیځ زون د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت د علمي برناموو څلور ورځینی زده کړییز ورکشاپ چې په هرات پوهنتون کې دایر شوی و نن د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د پوهنتون علمی مرستیال پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت برنامو ماستر ترینر او د مسلکي بیا لیدنې غړی پوهنمل محمد امین امین، د مالي او اداري معاونیت سرپرست او د تدارکاتو آمر محمد اجمل سنځر، د انجنیرۍ پوهنځي رئیس پوهنیار انجنیر نعمان محب او د ګډون کوونکو په حضور ورکشاپ پای ته ورسېدۀ. د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار یو ځل بیا  لوړو زده کړو مرکزونو ته د لوړو زده کړو وزارت او د کیفیت د لوړاوي ریاست له پاملرنې څخه مننه وکړه وه یې ویل:د داسې ورکشاپونو دایرېدل د هېواد په خصوصي او امارتي پوهنتونونو او موؤسسو کې د پوهې د لوړاوي لامل ګرځي او ټولنه د ځان بسیایۍ خوا ته ګرځوي. د هرات پوهنتون رئیس علمي تحقیقاتو ته د استادانو د تشویق کولو ترڅنګ، د هیله مندۍ څرګندونه وکړه چې ګډون کوونکو له دې ورکشاپ څخه ډېره ګټه اخیستي وي او پوهنتون ته د راګرځېدو څخه وروسته خپل لاسته راوړنې د نورو سره شریکې کړي. ورپسې د پوهنتون علمي معاون پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني یاد ورکشاپ جوړوونکی او ګټور وبالۀ او د کیفیت د لوړاوي د معیارونو رعایت او پاملرنه یې د پوهنتونونو د علمي پراختیا لامل وبالۀ. همدارنګه د پوهنتون علمي مرستیال زیاته کړه: د هرات پوهنتون رهبري پلاوی  په هڅه کې دی تر څو د غور، فراه، بادغیس، نیمروز د لوړو زده کړو موؤسسو او د خصوصي لوړو زده کړو د استادانو د پوهې لوړاوي ته فرصتونه برابر او لاره هواره کړي. د غالب خصوصي پوهنتون علمي مرستیال دکتور محمد طاهر تنزایي د ورکشاپ له دایروونکو څخه مننه وکړه، او په دې برخه کې د لا زیاتو ورکشاپونو د دایرېدو غوښتونکی شو. د اعتبار ورکونې او تضمین کیفیت برناموو ماستر ترینر او د مسلکي بیا لیدونکي غري پوهنمل محمد امین امین هم ورکشاپ جمع بندي کړ او هغه هوساینې چې  په هرات پوهنتون  کې یې په لاس رسي کې ورکړل شوې وې مننه وکړه. د برنامې په پای کې هغو ګډون کوونکو ته چې تصدیق لیکونه چمتو شوي وو ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د تیمورې دورې او عثماني تاریخ کتاب په هرات پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کول

د هرات پوهنتون د تحقیقاتو معاونیت او علمي مجلې د هرات د تیکا دفتر په ګډه یوه محفل جوړ کړ ترڅو د تیمورې دورې (شاهرخ مرزا او ګوهرشاد بیګم) او «عثماني تاریخ (له پیل څخه تر ړنګېدو 1299-1922. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د بنګ کښت رواني پیامدونو ته علمي کتنه او د هغې د منع کولو ضرورت باندې علمي سیمینار

د د دعوت او ارشاد پروګرامونو، کلتور جوړونې او د علمي کادر د ظرفیت لوړولو په چوکاټ کې، د ښونې او روزنې پوهنځي د علمي څیړنو کمیټه او د کلتور کمیټې په همکارۍ د "بنګ کښت رواني پیامدونو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د هرات پوهنتون د زیربنایي ساتنې او پرمختیا پروژو پرمختګ

د پوهنتون د چاپېریال د پراختیا او ښه والي په موخه، په هرات پوهنتون کې بېلابېلې ساختماني او زیربنایي پروژې د مالي او اداري معاون تر نظارت لاندې په جریان کې دي. دا پروژې د زده کړو د فضا د. . .

BACK TO NEWS