دلوړ رتبه استادانو سره د هرات پوهنتون د رهبري هیئت غونډه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۸:۵۲
img

د هرات پوهنتون علمي معاونيت او علمي مجلې د دې پوهنتون د شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار او نورو لوړ رتبه استادانو سره غونډه وکړه. 
د دې غونډې په سر کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د خپل وروستي سفر په اړه چې کابل ته يې کړی ؤ، معلومات وړاندې کړل. 
د هرات پوهنتون رئيس د خپلو خبرو په دوام وويل چې د هرات پوهنتون يو له ښو پوهنتونونو له جملې څخه دی، چې هر کال زرګونه محصلين د بېلابېلو څانګو څخه فارغوي او لس ګونه علمي مقالې چاپوي. 
د هرات پوهنتون رئيس د دې پوهنتون د استادانو له زحمتونو څخه مننه وکړه، او له هغوی څخه د پوهنتون د کارونو د چټکتيا په پار د نېکو مشورو غوښتونکی شو. 
وروسته د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون پوهاند عزيزالرحمن نيازي د خپلو کارونو راپور وړاندې کړ. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه چې هرات اوسمهال د انديشه، توسعه او طبي په مجلې لري چې د استادانو مقالې پکې نشروي. ده خپل د 
 را تلونکي پلان هم وړاندې کړ. 
وروسته د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امر حاجي مولوي عبدالله طيب د هرات پوهنتون د مقام او د علم د ارزښت په اړه خپل معلومات وړاندې کړل. 
د غونډې په پای کې استادانو خپل وړانديزونه د هرات پوهنتون رهبري هیئت ته وړاندې کړل. 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

خبر خوش

خوشبختانه پوهنتون هرات موفق به اخذ تأییدیه برنامه های جدیدالتأسیس در مقاطع ماستری و لیسانس از وزارت محترم تحصیلات عالی گردیده است.
این دستآورد ارزشمند، گامی مهم در راستای توسعه و ارتقای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

کارگاه آموزشی یک روزه با عنوان «مهارت‌های ارتباطی استادان» برگزار شد.

آمریت مرکز انکشاف مسلکی پوهنتون هرات، جهت ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی اعضای کادر علمی، ورکشاپ دو روزۀ مهارت‌های تدریس تحت عنوان «مهارت‌های ارتباطی استادان» را برای استادان پوهنځی‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

برگزاری امتحان بست‌های اداری پوهنتون هرات و اعلان نتایج آن

امتحان بست‌های اداری پوهنتون هرات با حضور کمیته موظف و اشتراک بیش از ۱۱۰ تن از واجدان شرایط، به‌گونه منظم و شفاف جهت جذب افراد واجد شرایط در بست های 5 و 6 این نهاد علمی برگزار شد  و در. . .

BACK TO NEWS