د ترکي ژبې د زده کړې د ټولګيو پيل

د هرات پوهنتون د د څېړنو او مجلې معاونيت ددې پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه، په افغانستان کې د تيکا دفتر او يونس امره مؤسسې په مرسته د ترکي ژبې د زده کړې ټولګي پيل کړل.
دا ټولګی د هرات پوهنتون د رئیس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د څېړنو او مجلې مرستيال پوهاند دکتور عزيزالرحمن نيازی، د تيکا دفتر او يونس امره مؤسسې مسؤولانو او استادانو په حضور کې پيل شول.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د هرات پوهنتون رئيس د ژبو د زده کړو پر اهميت خبرې وکړې او د تيکا او یونس امره له دفترونو، د پوهنتون د څېړنو او مجلې له معاونيت څخه يې مننه وکړه چې دا ټولګي يې پيل کړ.
دا دوره به پنځه مياشتې دوام کوي او د هرات پوهنتون استادانو ته به د ترکي ژبې د زده کړې زمينه مساعده کړې. تر څو د ترکي پوهنتونونو سره په همکاريو سهولتونه رامنځته کړي.