د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي نوی رئیس معرفي شو.

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۸:۴۶
img

نن مفتی هدایت الله منیب په یو لړ مراسمو کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او نورو مېلمنو په حضور د شرعیاتو پوهنځي د ناستو په سالون کې د یاد پوهنځي د نوي رئیس په توګه خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د دې پوهنځي د پخواني رئیس پوهنوال عنایت الله صدیقیار له فعالیتونو او  لاسته راوړنو څخه د مننې ترڅنګ، په نظام کې تغییر او تبدیل یو اصل وبالۀ چې په چارو کې د پرمختګ او پراختیا لامل ګرځي.
همدارنګه د هرات پوهنتون رئیس په یووالي او د یوبل پر منلو ټینګار وکړ او د دې پوهنځي له علمي کادرونو یې وغوښتل چې د دې پوهنځي د علمي موخو د لاسته راوړلو او د هرات پوهنتون د دریځ د تثبیت په پار د مفتي هدایت الله منیب سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
وروسته پوهنوال عنایت الله صدیقیار د دې پوهنځي د استادانو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د شرعیاتو پوهنځي د موخو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: له نېکه مرغه د تحصیلي اسنادو ماسترۍ او دکتورا لرونکي استادان او د هرات پوهنتون د رهبري هیأت په هڅو او څارلو( پیګیري) سره به په نږدې راتلونکې کې د دې پوهنځي د ماسترۍ برنامه هم پیل شي.
همدارنګه هغۀ زیاته کړه: د شرعیاتو پوهنځي استادان چمتو دي د نوي رئیس سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي ترڅو د دې پوهنځي فارغان وکولای شي په ټولنه کې د دین د روښانه کولو لپاره با ارزښته خدمتونه وړاندې کړي.
د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي نوي رئیس مفتي هدایت الله منیب د لوړو زده کړو وزارت او هرات پوهنتون ریاست له حسن نظر څخه د مننې ترڅنګ، اسلامي نظام او ټولنې ته خدمت یې د الله تعالی انعام او بخشش وبالۀ وه یې ویل: موږ او تاسې باید د وطن د آبادۍ او غوړېدو(شګوفایي) په پار یو د بل په څنګ کې په ژمنتیا، اخلاص او رښتینولۍ سره عملي ګامونه واخلو.
هغۀ زیاته کړه: له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره موږ شاهدان یو چې د مدرسو او لوړو زده کړو مرکزونو ترمنځ څه توپیر نشته، چې دا خپله زموږ په ټولنه کې د یوبل منلو،  پرمختګ او د پراختیا لارې هوارېدل دي.
د مراسمو په پای کې د هرات ولایت د علماوو شورا غړي شیخ محمد یوسف حقاني په دعاییې سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

خبر خوش

خوشبختانه پوهنتون هرات موفق به اخذ تأییدیه برنامه های جدیدالتأسیس در مقاطع ماستری و لیسانس از وزارت محترم تحصیلات عالی گردیده است.
این دستآورد ارزشمند، گامی مهم در راستای توسعه و ارتقای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

کارگاه آموزشی یک روزه با عنوان «مهارت‌های ارتباطی استادان» برگزار شد.

آمریت مرکز انکشاف مسلکی پوهنتون هرات، جهت ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی اعضای کادر علمی، ورکشاپ دو روزۀ مهارت‌های تدریس تحت عنوان «مهارت‌های ارتباطی استادان» را برای استادان پوهنځی‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

برگزاری امتحان بست‌های اداری پوهنتون هرات و اعلان نتایج آن

امتحان بست‌های اداری پوهنتون هرات با حضور کمیته موظف و اشتراک بیش از ۱۱۰ تن از واجدان شرایط، به‌گونه منظم و شفاف جهت جذب افراد واجد شرایط در بست های 5 و 6 این نهاد علمی برگزار شد  و در. . .

BACK TO NEWS