د هېواد د لوړو زده کړو مرکزونو کې د لوی شیخانو او متبحرو علماوو افتخاري تدریس.

hu_admin
Tue, Sep 12 2023 10:57 AM
;

د هېواد د لوړو زده کړو مرکزونو کې د لوی شیخانو او متبحرو علماوو افتخاري تدریس.
نن د هرات پوهنتون په یو لړ مراسمو کې د شیخانو د افتخاري تدریس برنامې مقدماتو په اړه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د هرات پوهنتون پخواني رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني او د شرعیاتو پوهنځي استاد له خوا په داسې حال کې چې د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال غلام حضرت حساس، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیر یار، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او  محصلینو د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې حضور درلود، معلومات وړاندې کړل. 
مراسم د الهي کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شول او وروسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، تحصیلي مرکزونه د افغانستان د ملت هیله وګڼله وه یې ویل: علمي ځان بیسیاینه، پرمختګ او پراختیا په پوهنتون کې د استادانو او په دیني مدرسو کې د علمای کرامو په هڅو او زیار پورې ګرو(تړلې) ده.
ځکه له دې لارې  یو ملت کولای شي چې د دیني او عصري علومو زده کړو په روښنایي کې خپل دنیوي او اخروي موخو ته ورسېږي چې له نېکه مرغه ا.ا.ا دې اړین امر ته ځانګړې پاملرنه لري او د هغې د پرمختګ لپاره ځینې برنامې په پام کې لري چې کولای شو له هغو څخه یوه یې د هېواد به تحصیلي مرکزونو کې د علمای کرامو د تدریس برنامه یاده کړو.
د هرات پوهنتون رئیس، د هېواد د لوړو زده کړو نهادونه علمي مرکزونه وبلل چې د پوهنتون او مدرسو د استادانو ترمنځ د وحدت او یووالي په رامنځته کولو سره د افغانستان د پرمختګ لاره هواروي.
وروسته د هرات پوهنتون پخوانی رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني او د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد په هرات پوهنتون کې د علمای کرامو د تدریس لارو چارو په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: د لا زیاتې ګټې اخیستو او د شیخانو او لوی علماوو له علمي شتمنیو څخه د کار اخیستو په پار به هره میاشت د معلوم شوي مهال ویش مطابق د اسلامي ثقافت د کردیت په قالب کې دیني برنامې د پوهنتون محصلینو ته تدریس شي.
مراسم په دعایې سره پای ته ورسېدل
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۳ صفر ۱۴۴۵- ۱۸ سنبله ۱۴۰۲

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS