دهرات پوهنتون دحقوقو پوهنځی محصلي شهناز نظامی د بشرپالو حقوقو مقاله لیکنو په سیالیو کي په افغانستان کي لومړی مقام ترلاسه کړ

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۴:۵۳
":"

د هرات پوهنتون د حقوقو اوسیاسی علومو پوهنځی محصلي شهناز نظامي د بشر پالو نړیوالوحقوقو د مقاله لیکنو سیالیو لومړی مقام د سره صلیب د کمیټې له خوا ترلاسه کړ.

په هغه غونډه کي چي دهرات پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی په انګړ کي جوړه سوي وه، لومړی دهرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او سرپرست پوهندوي ډاکټر محمد داود منیر خبري وکړي وي ویل: خوښي څرګندوو چي نن دهرات علمي ټولني په ځانګړي تو ګه دهرات پوهنتون  د یو ډیر مهمه لاسته راوړني شاهدانو یو، ښاغلي منیر و میرمن نظامي ته مبارکي وویل او یاد لاسته راوړنه يې د یاد پوهنځی دعلمي کادر د زیارونو پایله وبلل.

ورورسته د سره صلیب کمیټې څخه دملاتړ څانګې مسئولې میرمن مارګاریتا و آغلي نظامي ته د مبارکي ترڅنګ يې د نړویالو بشرپالو حقوقو په اړه و ګډونوالو ته معلومات ورکړل. هدایت الله کیانا په هرات ولایت کي د سره صلیب کميټې د نشراتو څانګې مسئول  دیادو سیالو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او آغلي نظامي ته يي مبارکي وویل.

وروسته میرمن شهناز نظامي د سره صلیب د کمیټې او دهرات پوهنتون څخه مننه وکړل چي دیادو سیالیو زمینه يې ورته چمتو کړه او خپل د مقالې په اړه يې معلومات وړاندي کړل.

همداراز د هرات پوهنتون دحقوقو اوسیاسی علومو پوهنځی رئیس پوهنیار جمشید نیکجو یاده لاسته راوړنه يې و میرمن نظامي او دهرات ولایت ولس ته د مبارکي ترڅنګ يې خپل د پوهنځی د راتلونکو کړنو او موخو په اړه معلومات ورکړل او دسره صلیب د کميټې څخه يې مننه وکړل چي تل يې د یاد پوهنځی سره مرستې کړي دي.

په پاي کي د سره صلیب کمیټې له خوا ومیرمن نظامی ته ستاینلیک او ۵۰زره افغاني ورکړل سوی.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS