د «روغتیايي علومو د څېړنو تفصیلي کتنه» کتاب د هرات پوهنتون کې مخ کتنه وشوه

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
img

د هرات پوهنتون د تیکا دفتر په همکارۍ، په یوه رسمي محفل کې د «روغتیايي علومو د څېړنو تفصیلي کتنه» په نوم کتاب مخ کتنه وکړه. د یاد کتاب د چاپ اجازه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تیکا دفتر ته ورکړل شوې وه.
دا محفل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د هرات پوهنتون رئیس، شیخ‌القرآن والحدیث مولوي عبدالغني حقاني، مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مسلمانانو د علماوو د علمي لاسته راوړنو روښانه مخینه یاده کړه او زیاته یې کړه چې په قرآن عظیم‌الشأن کې هم د علم، په ځانګړي ډول د طب د علم پر اهمیت ټینګار شوی دی. هغه څرګنده کړه چې په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو ترسره کول د پوهنتونونو د استادانو له بنسټیزو مسؤلیتونو څخه دي او دا کار د محصلینو د علمي کچې په لوړولو کې مهم رول لري.
وروسته د ترکیې د جمهوریت د سر قونسل مرستیال، ډاکټر آکین تیمور، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د علمي او کلتوري همکاریو په اړه خبرې وکړې او د دواړو مُلکونو ترمنځ پر کلتوري ګډو ارزښتونو یې ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د هرات پوهنتون د تحقیقاتو او علمي مجلې معاونیت او د دې اثر د لیکوال پوهاند ډاکټر عزیزالرحمن نیازی له هڅو مننه وکړه او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د طب پوهنځي رئیس، پوهندوی ډاکټر شفیق احمد جویا، د دې کتاب د اهمیت او محتوا په اړه معلومات وړاندې کړل او دا یې د روغتیايي علومو په برخه کې د څېړنو د پراختیا لپاره یو اغېزمن ګام وباله.
د پروګرام په بله برخه کې، د تیکا دفتر رئیس، ډاکټر عرفات دنیز، د کتاب لیکوال ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې دا اداره تل هڅه کوي له هرات پوهنتون سره خپلې علمي، کلتوري او بنسټیزې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
وروسته، د کابل د طبي علومو د تحقیقاتو او علمي مجلې مرستیال، د هرات پوهنتون د طب پوهنځي استاد او د کتاب لیکوال، پوهاند ډاکټر عزیزالرحمن نیازي، د خپل اثر لنډه پېژندنه وړاندې کړه او د هرات پوهنتون د ریاست، د تیکا دفتر، د تحقیقاتو معاونیت او نورو علمي همکارانو له ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
دا محفل د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد، پوهندوی ډاکټر محمد داوود منیر، له لوري د لنډیز، دعا او د کتاب د رسمي پرانېستې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د «اسلام له نظره د مدیریت اصول او بنسټونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

دغه یو ورځنی سمینار د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیالۍ د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړولو مدیریت له لوري، د دې علمي بنسټ د څلورم او پنځم بست آمرانو او مدیرانو لپاره جوړ شوی و.

. . .

BACK TO NEWS