د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۸
""

د هرات پوهنتون دعلمي شورا غونډه د هرات د پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني ، د استادانو د چارو آمر  او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیر یار ، او د پوهنتون د پوهنځیو د رئیسانو او د استادانو په حضور کې د علمي شورا د غونډو په اتاق کې تر سره شوه.
 غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. او وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د پوهنتون د استادانو د هڅو څخه د درسي چارو د مخته وړلو په برخه کې مننه وکړه. د پوهنتون د اړوند مسائلو په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ او د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې  لازم هدایات او لارښوونې د غونډې حاضرینو ته وړاندې کړې. د پوهنتون رئیس د  علمای کرامو سره د رهبري هیأت ناستو او لیدلو ته هم اشاره وکړه.  دا ناستې یې مثبتې بیان کړې او  د غونډې د حاضرینو څخه یې وغوښتل تر څو خپلې طرحې او نظرونه په دې اړه بیان کړي. ورپسې، د غوڼدې غړو خپل نظرونه او پېشنهادونه بیان کړل او د آجندا مطابق یې، د استادانو د تقرر او علمي رتبو د ترفیع  دوسیې تثبیت او برسي کړې او په پای کې  یې لازمې پرېکړې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال،. . .

BACK TO NEWS