د هرات پوهنتون د مالي او اداري فعالیتونو څخه د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د تفتیش پلاوي لیدنه.

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۸:۵۳
:

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د تفتیش پلاوي رئیس مولوی فضل احمد احمدي د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوی عبدالعزیز نعماني سره په داسې حال کې چې د پوهنتون سرپرست علمي مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو عمومي آمرانو او مدیرانو هم حضور درلود د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د هرات پوهنتون رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د آمرانو او مدیرانو د معرفي کولو ترڅنګ، د قراردادونو، مالي، تدارکاتي برخو او ځینو نورو اړوند فعالیتونو په اړه خبرې وکړې، د اداري برخو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د مؤثر او پر وخت تفتیش په ترسره کولو سره، لازم اسناد او اسانتیاوې د تفتیش پلاوي په اختیار کې ورکړي.
همدارنګه د ا.ا.ا د تفتیش پلاوي رئیس مولوي فصل احمد احمدي هم د ادارو د تفتیش اصلي موخه د مسؤولینو د کړنو ښه والی وبالۀ ترڅو د احکامو او فرامینو په رڼا کې مراجعینو ته با کیفیته خدمات وړاندې کړي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۴ صفر ۱۴۴۵ - ۳۰ زمری ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS