*د هرات پوهنتون د مشرتابه شورا غونډه*

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۹:۵۳
img

د هرات پوهنتون د مشرتابه شورا غونډه د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو په حضور کې د پوهنتون د ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنتون رئیس د مسؤولینو له هڅو او کارونو څخه مننه وکړه او د مشرتابه شورا د غونډو د مهالویش، د ښځینه کارکوونکو د فعالیتونو لپاره د مناسب حل لارو وړاندې کولو، د مکاتبو غوښتنو ته د چټک رسیدنې، او د مرستیالانو او د پوهنځیو د رئیسانو د کیفیت تضمین راپورونو د دفتر آمریت ته د استولو په اړه خبرې وکړې.
وروسته، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو خپل راپورونه، وړاندیزونه او ستونزې مطرح کړې او د فعالیتونو د بهیر د ښه والي په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
په پای کې غونډه په خیر دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS