د هرات پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي نوی رئيس معرفي شو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۵۳
img

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنيار ذبيح الله عرفان د ژورناليزم پوهنځي ته نوي رئيس په توګه وروپېژندل شو. 
دا مراسم د هرات پوهنتون د علمي مرستيال مولوي محمد موسی فایق، اداري مرستيال ملا انعام الله انعام، د ژورناليزم پوهنځي پخوانی سرپرست پوهنيار خليل احمد سروش، د استادانو چارو امر، د بشري سرچینو امر، د دعوت او ارشاد امر، او نورو استادانو او کارکوونکو په حضور کې ترسره شول. 
د هرات پوهنتون رهبري هیئت د ژورناليزم پوهنځي د پخواني رئيس پوهندوی دوکتور نجيب الرحمن حديد او پخواني سرپرست رییس پوهنيار خليل احمد سروش نه په مننې نوي رئيس پوهنيار ذبيح الله عرفان ته د برياليتوب هيله وکړه. 
د ژورناليزم د پوهنځي نوي رئيس پوهنيار ذبيح الله عرفان د لوړو زده کړو د وزارت او هرات پوهنتون له رهبرۍ نه مننه وکړه چې پر ده يې باور وکړ او له خپله اړخه يې د هر ډول چار د ښو او پر وخت اجرا کولو ژمنه وکړه. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS