د هرات پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس او استادانو سره د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د مسؤلینو لیدنه

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۲۷
:

د هرات پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس او استادانو سره د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د مسؤلینو لیدنه.
د هرات پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس او د کمپیوتر ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار سید کامران حسیني  د افغانستان په شمال لوېدیځ زون کې د افغان تلیکام مخابراتي شرکت رئیس سیف الدین سروري او ورسره پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د دې لیدنې موخه د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ تړون د رامنځته کولو څرنګوالي په اړه د خبرو اترو او نظریاتو تبادله کولو ته ځانګړې شوې وه.
د کمپیوتر ساینس پوهنځي رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، یاد پوهنځی او ددې پوهنځي علمي فعالیتونه او لاسته راوړنې معرفي کړې.
هغۀ د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ تړون رامنځته کېدل اړین وبلل وۀ یې ویل: د همکارۍ تړون عقد له یوې خوا د افغان تلیکام مخابراتي شرکت د فعالیتونو لپاره د پرمختګ او د خدماتو وړاندې کولو د ښه والي لاره هواروي او له بلې خوا محصلینو ته په تخصصي برخو کې د علمي فعالیتونو د ترسره کولو فرصت چمتو کوي.
ورپسې د کمپیوتر ساینس پوهنځي مرستیال پوهنیار فریدون حبیبي هم د همکارۍ تړون لاسلیک مؤثر وبالۀ وۀ یې ویل:  د افغان تلیکام شرکت د انجینرانو له خوا د دې پوهنځي محصلینو لپاره د کار زده کولو، د تخصصي ورکشاپونو دایرولو لکه نوري فایبر، جي اس ام، دی اس ال او دیتاکام په برخه کې د همکارۍ تړون رامنځته کول ګټه ور او مؤثر وبالۀ. 
همدارنګه د افغانستان په شمال لویځ زون کې د افغان تلیکام مخابراتی شرکت  رئیس سیف الدین سروري په افغانستان کې د لازیات ښه مخابراتي او انترنتي فعالیتونو د ترسره کولو بهیر د پرمختګ په پار، همدارنګه د دوه اړخیزو د هرات پوهنتون او افغان تلیکام مخابراتي شرکت ترمنځ د همکاریو په رامنځته کولو، د دې ناستو پر تداوم او د همکارۍ تړون په رامنځ ته کېدو ټینګار وکړ.
د هرات پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت 
۱۹ محرم ۱۴۴۵- ۱۵ اسد ۱۴۰۲

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS