د هرات پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۴۹
img

د هرات پوهنتون علمي شورا نن د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله، د هرات پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او نورو غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او علم او تحقیق یې د هرې ټولنې د پرمختګ او لوړتیا اساس وباله. هغه وویل: موږ باید د هرات پوهنتون فضا د راتلونکي متخصص نسل د روزنې لپاره په یوه غوره ځای بدله کړو، او په دې برخه کې د پوهنتون ټولو اړوندو کسانو همکاري ضروري ده.
په پای کې د غونډې غړو د استادانو د مقررۍ، منفکۍ او علمي ترفیع دوسیې وڅیړلې، او همدارنګه د هرات پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځي د خصوصي غالب پوهنتون او د هریوا خصوصي لوړو زده کړو موسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځیو سره د همکارۍ د هوکړه لیکونو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS