د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال غونډه وکړه

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۹
:

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت ناسته د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت‌الله آخندزاده، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت په دفتر کې تر سره شوه.
ناسته د الهي کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شوه وروسته ښاغلي آخند زاده د ناستې حاضرینو ته د ښه راغلاست او د اداري برخو مسؤولانو د کړنو څخه د اړوند چارو په مخ ته وړلو کې د قدرداني ترڅنګ، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو برنامو په اړه خبرې وکړې،
او د امرانو او مدیرانو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي او لازم چمتو والی ورته په پام کې ونیسي.
د پوهنتون مالي او اداري مرستیال د بشري منابع آمریت او د ظرفیت ارتقاء عمومي مدیریت ته لارښوونه وکړه چې د کار کوونکو د ظرفیت ارتقاء برنامې د ترسره کولو لاره په جدي توګه وڅاري او همدارنګه د لېسانس او ماسترۍ برنامو ته  د پوهنتون کارکوونکو د معرفي کولو په برخه کې عملي اقدامات وکړي.
همدارنګه هغۀ د چالشونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې،  لازم هدایات او لارښوونې یې وړاندې کړې، وه یې ویل:  د یوې ادارې د بریالیتوب اړین لاملونه د کارکوونکو ترمنځ همکاري او مرسته ده 
ځکه چې د تجربو او مهارتونو د شریکولو  لامل ګرځي او د یوې ادارې موخو ته د رسېدلو لاره هواروي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۶ ذوالحجه ۱۴۴۴ - ۱۴ چنګاش ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS