د کمپیوتر ساینس پوهنځی خپل د محصلینو دلاسته راوړنو، خلاقیتونو او د پرمختللو پروژو سپارل د یوي غونډې په ترڅ کي ونمانځل.

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۱:۲۳
""

د هرات پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځی خپل د محصلینو دلاسته راوړنو، خلاقیتونو او د پرمختللو پروژو سپارل د یوي غونډې په ترڅ کي ونمانځل.
یاده غونډه د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د هرات ولایت مقام استازی، د صحت عامه ریاست، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو په شتون کي د مولاناجامي په تالار کي تر سره سول. لومړي پوهنیار عبدالله حمیدي د تکنالوژی څخه د څرنګوالي، ګټه اخیستلواو اهمیت په اړه خبري وکړي، وروسته يي د خلاقو محصلیو کمیټه معرفي او دهغې موخي چي ښوونه، روزنه او د نرم افزاري سیسټمونو پرمختلل دي بیان کړل او دیادي کمیټې لاسته راوړني يې و ګډونوالو ته بیان کړي.
وروسته عبدالواحد د محصلینو کمیټې غړي د یاد ټیم پرمختللي سیسټمونه بیان کړل چي په یادو سیستمونو کي د هرات پوهنتون د علمي کادرونو د اړیکو شمیري په موبایل کي، د اندیښی څپرکی مدیریت سیستم، د ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګي قاموس، د ولایت د اداري څیړنو مدیریتي سیستم، د هرات ولایت د اعتیاد د پریښوولو روغتون مدیریتي سیستم او دمحصلینو دلارښود موبایلي برنامه د کمپیوټر ساینس پوهنځی لپاره بیان کړل.
وروسته پوهنیار سمیه ذبیحي د کمپیوټرساینس پوهنځی رئیسي د کمپیوټرساینس داهمیت په اړه په هرات پوهنتون کي، د استادانو او محصلینو لاسته راوړنو په بیلابیلو ټکنالوژیکي څانګو کي په بیلابیلو کلونو کي او داچي نباید تکنالوژی ته په تخنیکي لحاظ وکتل سی باید حقوقي او قانوني مسایل، عامه پوهاوی او اقتصادي څانګي يې په نظرکي ونیول سی.
ورو سته دهرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز د معلوماتي ټکنالوژي په اړه خبري وکړي او دکمپیوټرساینس پوهنځی اخیري لاسته راوړني يې وستایلي په پاي کي و مربوطه اداروته جوړ سوي سیسټمونه په رسمي تو ګه ور وسپارل سول او دهغه کسانو څخه چي په یاده پروسه کي يې برخه اخیستي وه ستاینه وسول

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS