رونمائی از نتایج تحقیقات محصلان دیپارتمنت توسعه زراعتی پوهنحی زراعت

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۳:۴۹
""

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځی خپل د زراعتي اقتصاد پراخوالي دیپارتمنت د محصلینو د څیړنو د پایلو څخه د پوستر په توګه او د یاد پوهنځی د محصلینو لومړني کلني علمي څپرکی څخه نمانځنه او مخکتنه وکړل.
لومړي د زراعت پوهنځی رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالستار فاضلي وراغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ خبري وکړي وي ویل: یادی څیړني محصلینو د کلیو او بانډونو څخه راټولي کړي چي د لومړي ځل لپاره د پوستر په توګه و ننداري ته وړاندي کیږي.
وروسته دهرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز د محصلینو له خوا د علمي څیړنو خوشحالي څرګنده کړل او دیادو محصلینو لاسته را وړني يې د اقتصادي او زراعتي محصولاتو د کیفیت د لوړ والي لپاره اړین وبلل.
د هرات پوهنتون رئیس وویل: په وروستیو کلونو کي د هرات پوهنتون محصلینو په ملي او نړیوالو سیالیو، قضايي ستاژ، تمثیلي محکمو او هالت پرایز برنامو کي يې غوره پایلي تر لاسه کړي، چي یادي لاسته راوړني د یاد اکادمیک بنسټ د محصلینوعلمي ظرفیت ښه یې.
وروسته محمد رفیق شهیر د متخصصانو شورا رئیس د زراعت پوهنځی و محصلینو ته دمبارکي ترڅنګ يې د هرات پوهنتون لاسته راوړني د قدر وړ وبلل او دهرات پوهنتون مرستي يې د نورو سکتورونو سره اړیني وبللي.
په پاي کي د زراعت اواقتصاد پراختیا د دیپارتمنت آمري پوهنیار شفیقه مولویزاده د پوسترونو او د محصلینو د کلني څپرکي په اړه و ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د زراعت پوهنځی د محصلینو د کلني علمي څپرکي څخه مخکتنه وسول

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS