په هرات پوهنتون کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
img

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همکاري د ميلاد نبي صلی الله عليه وسلم ورځ ولمانځل سوه.
دا غونډه د قرانکريم په تلاوت راپيل سوه او وروسته بیا د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د رئیس نوماند پوهنيار ذبيح الله عرفان له لوري ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل سو او نوموړي ددې ورځي د لمانځغونډې داير کېدو څخه موخه په ټولنه کي د اسلامي فرهنګ پياوړتيا او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سيرت خپرول ياد کړل.
د هرات پوهنتون سرپرست رئیس او علمي مرستيال مفتي هدايت الله مُنيب او د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي خيرالله اکبري په خپلو ويناوو کي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ناپوهي او جهالت پر وړاندي لمر ياد کړ، هغوی محصلان ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د سيرت پر ښه مطالعې کولو او ځان پر سنت طريقه جوړولو باندي خبري وکړې.
د غونډې په جريان کي د شرعياتو پوهنځي استاد پوهندوی ضياء احمد فاضلي محصلانو ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر فرهنګي او علمي ژوند اړوند علمي خبري وکړې او محصلان يې وهڅول ترڅو د حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم پر ژوند او سيرت باندي څېړني، سمينارونه، مونوګرافونه وليکي.
په وروستيو کي غونډه د نعتونو، دورد شريف او د خير په دعا ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۱۶
Background image

د ګوګل څخه د کار اخيستني خدمتونو اړوند ورکشاپ وړاندي سو.

د هرات پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آمريت له لوري د لومړي ټولګيو محصلانو ته د علمي ظرفيت لوړوني په پار د ګوګل پيژندني او د هغه څخه د غوره ګټه اخيستني اړوند ورکشاپ وړاندي سو.
په دې ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۱۶
Background image

د هرات پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي کي د قرآن کريم ختم ترسره سو

د ستوماتولوژي پوهنځي د رهبري، استادانو او محصلانو له لوري د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي په مناسبت د يادې پوهنځي د غونډو په تالار کي د قرانکريم ختم ترسره سو.
دا غونډه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
Background image

په هرات پوهنتون کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همکاري د ميلاد نبي صلی الله عليه وسلم ورځ ولمانځل سوه.
دا غونډه د قرانکريم. . .

BACK TO NEWS