د ویب سایټ د تغذیې په اړه غونډه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۰:۴۹
img

د هرات پوهنتون د علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق تر مشرۍ لاندې نن په هرات پوهنتون کې د ویب سایټ د تغذیې په اړه غونډه وشوه. په دې غونډه کې چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس او نورو غړو هم په کې ګډون کړی ؤ، لومړی مولوي محمد موسی فایق په خپل وخت د ویب سایټ پر تغذیې باندې ټینګار وکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د شفافیت په موخه باید د هرات پوهنتون ویب سایټ هر وخت ژر ژر آپډيټ شي، تر څو پر هرات پوهنتون باندې د خلکو باور لا زیات شي. 
د هرات پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي مولوي محمد موسی فایق د یادې کمېټې له ټولو غړو وغوښتل چې په جدیت سره کار وکړي، تر څو خلک وکولای شي چې د هرات پوهنتون له سایټ څخه نوي معلومات په خپل وخت تر لاسه کړي. 
د غونډې په دوام د کمیټې غړو هم خپل نظرونه د چارو د ښه ترسراوي په موخه یو له بل سره شریک کړل. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS