د طب پوهنځي د کادري د بيارغونې له پروژې څخه ليدنه

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۵۰
img

د هرات پوهنتون اداري مرستيال ملا انعام الله انعام د تدارکاتو او چوپړتیاوو له امر نثار احمد قاسمي سره یو ځای د طب پوهنځي د کادري روغتون د بيا رغونې له پروژې څخه ليدنه وکړه. 
د دې ليدنې موخه د يادې پروژې له پرمختګ، کيفيت او د کار له بهير څخه ډاډ تر لاسه کول وو. 
په دې ليدنه کې د هرات پوهنتون اداري مرستيال د يادې پروژې له مسؤلينو سره د کار د پرمختګ او په لاره کې يې د پرتو خنډونو په اړه مفصلې خبرې وکړې او هغوی ته يې لازمې سپارښتنې وکړې. 
د يادونې وړ ده چې دا پروژه د درملنې د کيفيت د لوړولو او د طب پوهنځي د ستاژ دورې د محصلینو د عملي کارونو لپاره په لاره اچول شوې. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS