بدلون او تحول د شخصي او سازماني پرمختګ په لور.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۱۵
img

د هرات پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي په نوښت نن د دې پوهنځي د عامه اداری دیپارتمنت د فکر خونې لومړۍ غونډه د "بدلون او تحول د شخصي او سازماني پرمختګ په لور" تر سرلیک لاندې ترسره شوه.
د دې غونډې هدف د خبرو اترو هنر لوړول، د انتقادي فکر پراختیا، د ذهن خلاصون، او د انتقاد منلو روحیې پیاوړتیا په ګوته شوی و. په لومړۍ غونډه کې، غړو د مثبت بدلونونو په شخصي او سازماني وده کې د رول په اړه بحث او خبرې وکړې او خپلې تجربې او نظریات یې شریک کړل.
همدارنګه د غونډې فضا تعاملي او خوځنده بلل شوې وه او په ځانګړي ډول په داسې مناسبه زمینه جوړولو ټینګار وشو چې د ګډ فکر لپاره فرصتونه برابر کړي او د انفرادي او سازماني کړنو د ښه والي لپاره نوښتګرې لارې ومومي.
دا فکر خونه د همکارانو او محصلانو لپاره د فکري او عملي مهارتونو د پیاوړتیا په لور یو ارزښتناک فرصت ګڼل شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS