د هرات پوهنتون رئیس د هیواد د لوړو زده کړو له وزیر سره ولیدل.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۴۸
img

شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله، د هرات پوهنتون رئیس، له شیخ القرآن والحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د هیواد د لوړو زده کړو له وزیر سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، د هرات پوهنتون رئیس د تحصیلي کیفیت د لوړولو لپاره خپلې وړاندیزونه وړاندې کړل او د تحصیلي، تحقیقاتي او تخصصي امکاناتو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي د دې برخې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
شیخ القرآن والحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزیر، د هرات پوهنتون له وړاندیزونو هرکلی وکړ او د پوهنتونونو سره د وزارت د نږدې همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ، څو د تحصیلي وضعیت د ښه والي لپاره لازم ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS