د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
img

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه د لوړو زده کړو محترم وزارت د اوامرو او هدایتونو د تطبیق او همدارنګه د علمي کادري غړو او کارکوونکو د منظم حضور د یقیني کولو په موخه ترسره شوه.
د دې لیدنې پر مهال، د څارنې هیئت د اداري نظم، کاري ساعتونو او د استادانو او کارکوونکو د کاري ژمنتیا ارزونه وکړه، او په خپل وخت د دندې پر ځای د حاضرېدو او د لایحو او مقرراتو مطابق د وظیفوي مسؤولیتونو د ترسره کولو ټینگار یې وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کتابتون او شنو ساحو د کارونو د بهیر څارنه

د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د ښوونې او روزنې پوهنځي د کتابتون د کار بهیر او د شنو ساحو وضعیت څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دې لیدنه کې د معیاري او مجهز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

BACK TO NEWS