د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره په هرات پوهنتون کې دوام لري

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۹
img

د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره د شیخ‌القرآن والحدیث، مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس له لوري په منظم او پرله‌پسې ډول د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره روانه ده.
په دې دوره کې د مبارکو آیتونو تر ژباړې سربېره، تفسیري نکات، اخلاقي لارښوونې او د قرآن کریم تربیوي پیغامونه هم د شیخ‌القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس، له خوا په هر اړخیز ډول بیانېږي، تر څو ګډونوال وکولای شي د قرآن کریم له ژورو مفاهیمو او عملي لارښوونو څخه په خپل فردي او مسلکي ژوند کې ګټه واخلي.
دا پروګرام هره ورځ د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د زراغت پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کېږي، او د پوهنتون ټول منسوبین د ترجمې په دې دوره کې ګډون لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS