د «اسلام له نظره د مدیریت اصول او بنسټونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
img

دغه یو ورځنی سمینار د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیالۍ د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړولو مدیریت له لوري، د دې علمي بنسټ د څلورم او پنځم بست آمرانو او مدیرانو لپاره جوړ شوی و.

په دې پروګرام کې پوهندوی ډاکټر عبدالواحد فقیري، د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د اسلام په تاریخ کې د نامتو مدیرانو، د اسلام په لومړیو وختونو کې د بریالیو مدیریتي بېلګو، د یو بریالي مدیر ځانګړنو او د رسول الله صلی‌الله علیه وسلم د زمانې د مدیریت او ننني عصر تر منځ د اړیکو په هکله هر اړخیز او روښانه بحث وړاندې کړ.

همدارنګه حافظ محمد بشیر مجاهد، د مالي او اداري چارو مرستیال، د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې یادې مرستیالي په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره نور ورکشاپونه او روزنیز سمینارونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS