د هرات پوهنتون د عمومي تاریخ څانګې د محصلینو د رقابتي پروګرام ترسره شو

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۹
img

د هرات پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د عمومي تاریخ څانګې محصلینو، د خپلو تحقیقي مهارتونو د پیاوړتیا، له تاریخي سرچینو سره د آشنایۍ او علمي وړتیاوو د لوړولو په موخه یو علمي رقابتي پروګرام ترسره کړ.

په لومړي پړاو کې، محصلان په څلورو ډلو وویشل شول او د عامه کتابتونونو، د پوهنتون د مرکزي کتابتون، د ټولنیزو علومو او ښوونې او روزنې پوهنځیو کتابتونونو، او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور او ګازرګاه کتابتونونو ته په ورتګ سره یې د تاریخي کتابونو مشخصات وپیژندل او راټول کړل، معلومات یې په ډیټابیس کې تنظیم کړل او په جلا کنفرانسونو کې یې وړاندې کړل.
 
دا رقابتي پروګرام، چې د دې پوهنځي په کنفرانس تالار کې ترسره شو، پکې د ټولنیزو علومو پوهنځي رئیس پوهنیار مولوی عبدالباسط سعید، د ښه راغلاست تر څنګ، د تاریخ علم په ارزښت او د تاریخي سرچینو په پېژندنه خبرې وکړې.
ورپسې د څلورو ډلو لارښوونکو استادانو، تحقیقي فعالیتونه او د کنفرانسونو د وړاندې کولو بڼه وارزوله؛ چې په پایله کې، څلورمې ډلې چې د هرات پوهنتون د مرکزي کتابتون د څېړنې مسؤلیت پر غاړه درلود، د دې سیالۍ لومړی مقام خپل کړ.

په پای کې برخه کې، د عمومي تاریخ څانګې آمر پوهنیار محمد اکبری، د پروګرام په راټولولو سره، د ظرفیت لوړولو، د څېړنې روحیه پیاوړتیا او د محصلینو د علمي او وړاندې کولو مهارتونو د ودې په لار کې د داسې علمي رقابتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ. دا پروګرام په دوعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د « ژورنالېزم اخلاق او مسلکي معیارونه » په هرات پوهنتون کې سیمینار وړاندې شو

د « ژورنالېزم اخلاقو او مسلکي معیارونو » ښوونیز سیمینار د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ آمریت اړوند د رسنیزو عملیاتو مرکز د عمومي مدیریت له لوري، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو په لیلیه کې د ویناوالۍ هنر د انجمن دولسم پړاو ترسره شو

د ویناوالۍ هنر انجمن دولسم پړاو د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د دعوت الارشاد فکري فرهنګي فرعي پلاوي له خوا، د محصلانو د ویناوالۍ مهارتونو د پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ د پراختیا، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

په هرات پوهنتون کې «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» علمي سيمينار وړاندې شو

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت، د سيرت او صورت د اصلاح په برخه کې د شرعي احکامو او لارښوونو د بيانولو او عامه پوهاوي په موخه، «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» يو علمي. . .

BACK TO NEWS