د هرات پوهنتون د ماسټرۍ دورې د کانکور ازموینه واخیستل شوه

hu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۹:۳
.

نن ورځ د هرات پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو، اقتصاد او زراعت پوهنځیو د ماسترۍ کانکور برنامو مراسم،  د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د کانکور پلاوي رئیس پوهنمل محمد طاهر خپلواک او ورسره پلاوي، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، استادانو او د ماسترۍ کانکور برنامو متقاضیانو استازو په حضور د مولانا جامي سالون چې د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي کې واقع دی ترسره شول. 
مراسم د قران کریم دآیاتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې ښاغلي خپلواک د ماسترۍکانکور برنامو په اړه معلومات ورکړل وه یې ویل: په دې ازموینه کې ۲۴۳ تنو ثبت نام کړی دی چې د هرات پوهنتون د ظرفیت د پذیرش مطابق به په دې برنامو کې جذب شي. هغه د روښانه او له هر ډول تبعیض څخه لیرې او پاکې ازموینې د ډاډ ورکولو تر څنګ، د هرات پوهنتون د رهبري پلاوي او د دې علمي مرکز د استادانو له همکارۍ څخه مننه او قدردانی وکړ.
ورپسې د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، په هېواد کې د تخصص د رشد او برابرولو په برخه کې د لوړو زده کړو د رول په اړه خبرې وکړې وې ویل: له هغه ځایه چې هره ټولنه د رشد او پرمختګ لپاره متخصصې نیرو ته اړتیا لري ا.ا.ا هم دې اړین امر ته په پاملرنې سره، په پوهنتونونو کې د ماسترۍ برنامو ملاتړ کړی دی، چې له نېکه مرغه سږ کال د هرات پوهنتون د ادبیاتو او اقتصاد د ماسترۍ برنامو سربېره، زراعت پوهنځی د ماسترۍ برنامو د لومړنیو متقاضیانو  کوربه دی. د هرات پوهنتون رئیس  امید واري څرګنده کړه چې د علمي ظرفیتونو لوړوالي سره دا اکاډمیک مرکز په نږدې راتلونکې کې وکولای شي د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت په ملاتړ سره د دکتورا برنامې هم درنو وطنوالو ته مساعدې کړي.
ښاغلي نعماني د کانکور روښانه او عادلانه ازموینې چې د ازموینو ملي کمیټه یې د رئیس  شیخ الحدیث عبدالباقي حقاني  په ریاست کې  دایروي د قدر وړ وبللې او متقاضیانو ته یې دا وعده ورکړه چې په دې ازموینې کې به هیڅ ډول بهرنی دخالت او لاس وهنه نه وي او ازموینه به په ډېره دقیقه او روښانه توګه دایره شي.
په پای کې د پوهنتون رهبري پلاوي، د کانکور پلاوي، مېلمنو او د کانکور دوو تنو متقاضیانو په حضور کې د پوښتنو صندوقونه پرانیستل شول او ازموینه په رسمي ډول پیل شوه. 
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت ۲۱ شوال ۱۴۴۴ - ۲۲ غوایی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS