روش های نوین تدریس

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۸:۱۹
:

د تدریس نوې لارې چارې : فردي مدیریت" د هغه څلور ورځني ورکشاپ عنوان دی چې د هرات پوهنتون د مسلکي استادانو د پرمختګ مرکز د آمریت لخوا پیل شوی دی.
د دې ورکشاپ افتتاحیه مراسم د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخند زاده، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د استادانو مسلکي انکشاف مرکز آمر پوهنوال دکتور عزیز الرحمن نیازی او د نورو ګډون کوونکو په حضور د پوهنتون د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت د ناستو په اتاق کې تر سره شول. 
ښاغلي نعماني د دې ورکشاپ له ترسره کوونکو څخه د مننې ترڅنګ، د تدریس د نویو لارو چارو او میتودونو د ارزښت په اړه، په ځانګړې توګه د جدید التقرر استادانو لپاره خبرې وکړې، همدارنګه د ارزیابۍ د بېلابېلو لارو چارو او په فعاله توګه د درسونو مخته وړلو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې  د هرات پوهنتون د استادانو د مسلکي انکشاف مرکز آمر پوهنوال دکتور عزیز الرحمن نیازي د ورکشاپ د محتویاتو او زماني جدول په اړه ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۷ ذی القعده ۱۴۴۴ - ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS