د علمای کرامو د عالمیه، عالیه او خامسه دورو ازموینه په هرات پوهنتون کې دایره شوه.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۱:۳۷
img

د هرات ولایت والي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد اسلام جار، د هرات پوهنتون ریئس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د هرات ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر، د پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی مولوی عبدالعزیز نعماني، د ازموینې اعلی پلاوي او د علمای کرامو د عالمیه، عالیه او خامسۀ دورو د ولایتي ازموینو پلاوي په حضور د زراعت پوهنځي د ازموینو په سالون کې دایره شوه.
د هرات ولایت والي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد اسلام جار علمای کرامو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په آزموینه کې د شفافیت او عدالت پر رعایت کولو ټینګار وکړ او ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله مندي وکړه.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د ازموینې د اخیستنې پر موخو وغږیدۀ او وه یې ویل: د دې ازموینې ګډونوال به د بریالۍ ازموینې د تېرولو وروسته د ماسترۍ، لیسانس، او دولسم پاس په سویه اسناد ترلاسه کړي تر څو وکولای شي د هغو له ښه والي څخه برخمن شي.
د هرات ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر هم د روښانه او عادلانه ازموینې د دایرولو ډاډ ورکړ او وه یې ویل:  یاده ازموینه به په ۶ ورځو کې دایره شي او ۱۸۷۳ تنه علمای کرام به پکې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS