د هرات پوهنتون علمي شورا دایره شوه

hu_admin
Wed, Aug 23 2023 9:31 AM
:

نن د هرات پوهنتون د علمي شورا ناسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوی  عبدالعزیز نعماني، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیر یار، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د پوهنتون د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په حضور د پوهنتون د علمي شورا د ناستو په سالون کې دایره شوه.
د هرات پوهنتون رئیس د دې آخیرنۍ میاشتې د فعالیتونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د طب پوهنځي د کادري روغتون پرانیستلو او دفعالیت د پیلولو په پار د هرات پوهنتون د برناموو په اړه معلومات ورکړل وه یې ویل: د طب، کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ پوهنځيو د استادانو په همکارۍ، د روغتون د اړتیاوو او ضروریاتو لیست ترتیب شوی دی چې د هرات ولایت مقام او د ځینو نورو مرسته رسوونکو مرکزونو په همکارۍ د لازمو توکو او تجهیزاتو  د پېرلو اقدام شوی دی.
د ناستې غړو هم د پوهنتون ریاست او د هرات ولایت له اخیرو اقداماتو څخه د کادري روغتون د چارو شروع کول د قدر وړ وبلل او د یاد روغتون پرانیستل یې د هرات علمي ټولنې ته یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
ورپسې د ناستې غړو د ناستې د اجنډا په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وکړه او لازمې پرېکړې یې ونیولې.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۵ صفر ۱۴۴۵ - ۳۱ زمری ۱۴۰۲

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و مجله علمی. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS