د هرات پوهنتون د کادري روغتون له پروژې څخه لیدنه

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۴۹
img

د هرات پوهنتون علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق او د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام په داسې حال کې چې د طب پوهنځي رئیس پوهندوی دکتور شفیق احمد جویا، د استادانو چارو آمر پوهنمل رحیم بخش فقیر یار د پوهنتون د انجنیرۍ مدیر هم حضور درلود د پوهنتون د طب پوهنځي د کادري روغتون له پروژې څخه لیدنه وکړه.
د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام د پروژې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د هغې د چارو د بهیر پر سرعت ټینګار وکړ او دپوهنتون د انجنیرۍ مدیریت او د پروژې مسئولینو ته یې د اړتیا وړ لارښوونې وکړې تر څو په بېړني فرصت سره د کادري روغتون چارې پای ته ورسېږي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د هرات پوهنتون علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق هم زیر بنایي پروژو ته د پوهنتون مالي او اداري معاونیت له پاملرنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د کادري روغتون پروژې د چارو بهیر مثبت ارزیابي کړ.
هغه زیاته کړه: د طب پوهنځي کادري روغتون کولای شي د طب پوهنځي د محصلینو ته د هغو د طبي تجربو د لوړاوي په پار د علمي چارو د ترسره کولو د فرصت رامنځته کولو ترڅنګ، ښاریانو ته په وخت او لوړکیفیت سره د طبي خدماتو د وړاندې کولو لاره هم هواره کړي، په دې برخه کې به د هرات پوهنتون له هیڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي او د محصلینو د علمي ظرفیتونو د لوړاوي په پار به د هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS