د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.
د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د اداري سیستم د ښه والي پورې اړوند مسائلو، زیربنایي پروژو ته د پاملرنې، د ستونزو او چالشونو د حل لپاره د هغو د شریکولو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د پوهنتون مالي او اداري مرستیال د پوهنتون د اداري کادر غړو څخه وغوښتل ترڅو په ژمنې، پشتکار او د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ مطابق د دې علمي مرکز د موخو پوره کولو په پار ګامونه واخلي.
ورپسې د غونډې غړو هم د خپلو فعالیتونو ریپوټونه وړانډې کړل او د ناستې د اجندا په اړه یې د اړتیا وړ پرېکړې ونیولې.