د لومړنیو مرستو څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۰:۴۶
:

نن ورځ د اولیه کومکونو ۴ ورځینی ورکشاپ د ظرفیت لوړاوي عمومي مدیریت له خواه او د استادانو مسلکي پرمختګ آمریت په همکارۍ د مالی او اداري مرستیال منت الله اخند زاده، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د استادانو د مسلکي پرمختګ مرکز آمر دکتور عزیزالرحمن نیازي او د دې ورکشاپ د ګډونوالو په حضور، د یاد مرکز د کنفرانسونو په اتاق کې پیل شو.
ورکشاپ د کلام الهي د آیتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته منت الله آخندزاده په اداره کې د اولیه کومکونو سره د کارکوونکو د آشنایي د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د اولیه کومکونو زده کړه یې نه یوازې د یوې ادارې کارکوونکو، بلکې د ټولنې هر غړي لپاره ارزښتمنه وبلله، تر څو له دې لارې څخه د احتمالي پېښو رامنځ ته کېدو په وخت کې د زیان لیدونکي وګړي د ژغورلو لپاره بشپړ چمتو والی ولري.
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال یو ځل بیا د ظرفیت د لوړاوي د عمومي مدیریت له ابتکار او د استادانو مسلکي پرمختګ مرکز د آمریت له همکارۍ څخه د دې ورکشاپ د دایرولو په پار مننه وکړه او له ګډونکوونکو څخه یې وغوښتل ترڅو د دې ورکشاپ د مربیانو د علمي لاسته راوړنو څخه لویه ګټه واخلي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۴ - ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS