مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس وکتل

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۵۶
""

په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي، د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال او د یاد پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس عبدالله اکبري او مل پلاوي سره د پوهنتون رياست په د فتر کې وکتل. په لومړي سر کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده د دغه علمي بنسټ پر پېژندنې خبرې وکړې او هېوادوالو ته د باکيفيته چوپړتياوو وړاندې کول او لازمو آسانتياوو برابرول همدارنګه د دولتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو د هوکړه ليکونو لاسليک کول مهم وبلل. دغه راز ښاغلي آخندزاده د نابشپړو پروژو نه بشپړېدل او د پوهنتون د ننه سړکونو نه پخېدل د دغه علمي بنسټ له ستونزو څخه وبلل او د هرات ولايت د ښارجوړونې له رياست څخه یې وغوښتل چې دهرات پوهنتون سره په دې برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي. ورپسې د هرات ولايت د ښار جوړونې رئيس عبدالله اکبري د هرات پوهنتون له مسئولينو سره د ليدنې ترڅنګ، دغوره چوپړتياوو د وړاندې کولو او د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره د دولتي ادارو ترمنځ د هوکړه ليکونو رامنځته کول مهم یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د نا بشپړو شويو ودانيو د بشپړېدو په برخه کې به د هرات پوهنتون سره مرسته کوي. په پای کې راغلیو پلاويو، مېلمنو او د پوهنتون مسئولينو د پوهنتون له بيلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS