د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۵۱
img

د هرات پوهنتون د ظرفیت د لوړولو عمومي مدیریت یو سیمینار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د پوهنتون اداري کار کوونکو او د امارت اداري استازو ته وړاندې کړ. 
دا برنامه د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د هرات پوهنتون اداري او مالي مرستیال ملا انعام انعام د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د دې موضوع ارزښت او اهمیت هم بیان کړ. هغه وویل: چاپېریال ساتنې ته پاملرنه او د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی د نن ورځې یو له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي. د هرات پوهنتون هم په دې برخه کې مسؤولیت لري تر څو په دې برخه کې فرهنګ سازي وکړي او د خلکو د پوهې عمومي سطح لوړه کړي. 
د غونډې په دوام د زراعت پوهنځي استاد پوهندوی محمد نظیر سکندري د هوا د ککړتیا تاریخي مخینې، د هوا ککړوونکي مواد، د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کوونکي بحرانونه، د نایتروجن اکسایدونه، د هوا د ککړتیا جانبي عوارض او څوک د هوا د ککړتیا نه ډېر اغېزمن کېږي او داسې نور موضوعات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل. 
دا برنامه د پوښتنو او ځوابونو نه وروسته پای ته ورسېده. 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

نظارت از ارائه خدمات پارکینگ وسایط نقلیه محصلان پوهنتون هرات

حافظ محمد بشیر مجاهد، معاون مالی و اداری پوهنتون هرات، به‌منظور ارزیابی کیفیت خدمات و بررسی وضعیت عمومی پارکینگ وسایط محصلان، از این بخش بازدید به‌عمل آورد.
در این بازدید، قاری نثاراحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات برگزار شد.

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات با حضور شیخ‌القرآن و الحدیث شیخ عبدالغنی حقانی رئیس پوهنتون هرات، معاونان پوهنتون، رؤسای پوهنځی‌ها و استادان برگزار گردید.
این جلسه با تلاوت آیاتی چند از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

ثبت نام کانکور ماستری پوهنتون هرات

ثبت نام کانکور ماستری پوهنتون هرات
پوهنتون هرات در کانکور سمستر خزانی 1405 و در رشته های ماستری زیر ثبت می نماید:
1-  پوهنځی شرعیات و علوم اسلامی رشتۀ فقه و قانون
2-  پوهنځی ادبیات رشتۀ
. . .

BACK TO NEWS