د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو عمومي غونډه.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۸:۱
img

د فاينل ازموينو په مناسبت د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو عمومي غونډه د دې پوهنځي د رئیس پوهنوال بصير احمد کريمي تر رياست لاندې جوړه شوه، دا غونډه د ښوونې او روزنې پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې جوړه شوه. 
غونډه د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه، ورپسې د ازموينو د کمېټې مسؤول پوهنيار محمد طارق فیض د يادې کمېټې غړي همکارانو ته ور وپېژندل. دغه راز يې د ازموينو د ښو پيل کېدو په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د استادانو لا توجه وغوښتله. 
وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنوال بصير احمد کريمي « له زده کړه ييزو موخو سره مطابق معياري ارزونه او ازموينه» تر سرليک لاندې ورکشاپ وړاندې کړ. 
دا ورکشاپ د دې پوهنځي د TTC کمېټې له خوا د باوري او باثباته ازموينو په خاطر په لاره اچول شوی ؤ، چې د استادانو د استفادې او تقدير وړ وګرځېد. 
د دې ورکشاپ په پای کې د پوهنوال کريمي له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول. 
دا غونډه د استادانو او کمېټې د غړو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه. او دا يې د استادانو د ظرفیت په لوړولو کې يو اغېزمن ګام وباله. 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۸
Background image

ورکشاپ آموزشی اخلاق اداری برگزار شد.

آمریت امور کارکنان پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی اخلاق اداری را با همکاری پوهنیار احمد مجددی استاد پوهنځی اداره و پالیسی عامه برای کارمندان اداری این نهاد علمی راه اندازی کرد.
این ورکشاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۷
Background image

بازدید معاون امور محصلان پوهنتون از لیلیه

الحاج مولوی عبدالهادی یاسر معاون امور محصلان پوهنتون، شام یکشنبه از لیلیه پوهنتون بازدید به‌عمل آورد. وی در جریان این بازدید، ضمن دیدار و گفت‌وگو با مسؤولان لیلیه، نشستی را با محصلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۴۷
Background image

زندگانی و اندیشه‌های ابن خلدون

گفتمان علمی تحت عنوان «زندگانی و اندیشه‌های ابن خلدون» به ابتکار کمیتهٔ فرهنگی و خدمات محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی برای استادان و محصلان آن پوهنځی دایر گردید. تقویت گفتگوهای علمی و. . .

BACK TO NEWS