د علمي مشاهداتو لپاره د عصري تلسکوپي وسايلو څخه کار واخيستل سو

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
img

د هرات پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د جغرافیې د څانګې محصلانو ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ورکړل سوي عصري تلسکوپي وسایلو په کارولو سره د لمريز نظام علمي او عملي کار ترسره کړ.
دا عملي کار د محصلانو لپاره یو غوره فرصت و، چي دوی وکولای سول په مستقیم ډول د شمسي نظام له منظم او ښکارندوی جوړښت، د سیارو حرکت، سپوږمۍ او نورو اسماني ستوري، د سیارو د حرکت دقیق نظم چي د لمر پر شاوخوا ګرځي، د دوی ترمنځ د واټن محاسبه، د جاذبې رول چي په دې سیستم کي توازن ساتي؛ بلدتيا او عملي زده کړه پکښي ترلاسه کړه.
دوی وويل چي دا ټولې نړۍ ته د خداي جل جلاله د عظمت او حکمت ښکارندويي ده، چي ټولې نړۍ ته ښه څرګنده ده، لکه څنګه چي په دې اړه يې په قرآن کریم فرمايي:
«لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ  وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ» (یس/۴۰).
د اسلام له نظره، دا لمريز نظام د الله تعالی بې مثال علم او قدرت څرګندونه کوي، چي شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ او ټول اسماني ستوری يې په منظمو مدارونو کي ځای پر ځای کړي دي، د خدای تعالی رسول صلى الله عليه وسلم هم مسلمانان هڅولي دي، چي د آفاقي ایتونو او آسماني نظامونو په اړه فکر وکړی، ترڅو د دوی ایمان او پوهه زیاته سي.
محصلانو ددې عملي مشاهداتو په ترسره کولو سره وکولای سول، چي د نجوم او اسماني جغرافیې په اړه د خپل نظري پوهې سره عملي تجربې يو ځای کړي او دا هغه څه و چي د دوی د درسي موضوعاتو علمي پوهه یې لا ژوره او غني کړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۴۶
Background image

اشتراک اساتید پوهنځی علوم اجتماعی پوهنتون هرات در کنفرانس ملی کارآفرینی

اساتید پوهنځی علوم اجتماعی پوهنتون هرات در «کنفرانس ملی فرصت‌ها و چالش‌های کارآفرینی در افغانستان» که در پوهنتون خصوصی کاتب برگزار گردید، اشتراک نمودند.
در این کنفرانس، مقاله‌ای علمی با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۴۶
Background image

برگزاری سمینار علمی-فرهنگی «نقش رسانه‌ها در قبال جامعه اسلامی»

سمینار علمی-فرهنگی با عنوان «نقش رسانه‌ها در قبال جامعه اسلامی» به ابتکار دفتر مطبوعاتی مقام ولایت هرات و با همکاری پوهنځی ژورنالیزم و ارتباطات جمعی برگزار شد.

این سمینار سه‌روزه در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۸
Background image

ادامه سمینارسه روزه دینی و اصلاحی

روز آخر سمینار سه‌روزه دینی و اصلاحی تحت عنوان  تقویت ارزش های اسلامی، شعور ایمانی و مسولیت اجتماعی در پرتو قرآن کریم، سنت نبوی صلی الله علیه وسلم و ارشادات سلف صالحین برای استادان و. . .

BACK TO NEWS