د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
img

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو عمومي ادارې د ممتحن پلاوي او د هرات پوهنتون د استادانو په شتون کې پیل شوه.

د قرآن کریم د مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د هرات پوهنتون رئیس مولانا عبدالغني حقاني د ازموینو عمومي ادارې له راغلي پلاوي او د پوهنتون له استادانو څخه مننه وکړه او د اسلامي نظام، د علم او پوهې د ارزښت او د انسان د پیدایښت د موخې په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې ځوانان باید د عصري علومو ترڅنګ، پاکه اسلامي عقیده او کلتور هم په خپل ژوند کې عملي کړي، څو په راتلونکي کې د ټولنې لپاره د ګټورو کسانو په توګه خدمت وکړای شي.

مولانا حقاني همداراز څرګنده کړه چې سالم فکر او اندېښنه د یوه ملت د پرمختګ او بریا بنسټ دی، او هغه ټولنه چې باایمانه او بااخلاقه ځوانان ولري، کولای شي د آبادۍ او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي. د هرات پوهنتون رئیس د کانکور ازموینو پر شفافیت، عدالت او نظم ټینګار وکړ او له مسئولینو او ممتحنانو یې وغوښتل چې د بشپړې رښتینولۍ او مسئولیت‌پذیرۍ په روحیه، د ازموینو بهیر په منظم او شفاف ډول ترسره کړي، څو د هېڅ ګډونوال حق ضایع نه شي.

ورپسې، د هرات ولایت د کانکور ازموینې د ترسره کولو د پلاوي رئیس، ډاکټر میرافضل کتوال، د هرات پوهنتون له ریاست او د ازموینو عمومي ادارې د زون له آمریت څخه مننه وکړه، او وروسته یې د دغې ادارې د لاسته راوړنو او د ماسټرۍ پروګرامونو او نورو رقابتي ازموینو د تر پوښښ لاندې راوستلو په اړه خبرې وکړې. هغه ډاډ ورکړ چې ټولې ازموینې به د اصولو او مقرراتو له مخې په بشپړ شفافیت ترسره کېږي.

وروسته پوهنمل محمد اصیل خشکي ممتحنانو ته د ازموینې د ترسره کولو اړوند لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
په پای کې، د کانکور د ازموینې د پوښتنو صندوق د مېلمنو په شتون کې پرانیستل شو او ازموینه په رسمي ډول د دعا په ویلو سره پیل شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

کارگاه آموزشی دو روزه تحت عنوان «انتخاب ژورنال مناسب و اعتبارسنجی آن» برگزار شد.

آمریت مرکز انکشاف مسلکی پوهنتون هرات با همکاری معاونیت تحقیقات و مجله علمی، کارگاه آموزشی دو روزه‌ای را تحت عنوان «انتخاب ژورنال مناسب و اعتبارسنجی آن» برگزار کرد.
 
این برنامه توسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

سمینار آموزشی «اهمیت جنگل‌ها در حفظ و بهبود محیط زیست» برگزار شد.

به منظور ارتقای ظرفیت کارمندان اداری، مدیریت عمومی ارتقای ظرفیت و انکشاف اداره آمریت امور کارکنان معاونیت مالی و اداری پوهنتون هرات، بر اساس پلان از پیش تعیین‌شده، سمینار آموزشی یک‌روزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

برگزاری سمینارهای تضمین کیفیت

پوهنځی ساینس پوهنتون هرات در راستای ارتقای ظرفیت‌های علمی، اداری و بهبود کیفیت اجراآت، چهار سمینار تخصصی را برگزار کرد.

سمینار «نحوه مستندسازی فعالیت‌ها» توسط پوهنمل علی‌محمد اسماعیلی،. . .

BACK TO NEWS