د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
img

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اقتصاد، انجنیرۍ، زراعت پوهنځیو استادانو او د بشري، مالي، تدارکاتي او خدماتي منابعو آمرانو حضور درلود د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې دایره شوه.
لومړی د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت  مفتي عبدالغفار د پوهنځیو او د اداري برخو د وړاندیزونو د تطبیق د څرنګوالي او موخې په اړه خبرې وکړې او له تطبیق کوونکو څخه یې وغوښتل تر څو په لومړیتوب، له برخو څخه په دقیقې اړتیا سنجولو او په لګښتونو کې د صرفه جویۍ اصل ته په پاملرنې سره تدارکاتي پلان طرح کړي او د هغې په تطبیق کې دې نوښت رامنځته کړي .
همدارنګه د پوهنتون مالي مرستیال مولوي محمد موسی فایق هم د مالي پلان تطبیق د محصلینو د علمي پراختیا او غوړېدنې لپاره امکانات او هوساینه وبلله، او د هیله مندۍ څرګندونه یې وکړه چې تدارکاتي پلان به په وخت چمتو او تطبیق شي.
ورپسې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام هم د یاد پلان په ترسره کېدو د ژمنې ورکولو ترڅنګ، د اداري برخو او پوهنځیو د اړتیاوو پر لومړیتوب ټینګار وکړ.
ورپسې د غونډې غړو د پوهنځیو او د اداري برخو اړتیاوې وڅېړلې او په پای کې د اړتیا وړ پرېکړې ونیول شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

برگزاری دوره های روزانۀ ترجمه وتفسیر قرآن کریم در پوهنتون هرات

مجالس منظم ترجمه به‌صورت روزانه در بخش‌های مختلف پوهنتون هرات، از جمله در داخل محوطهٔ پوهنتون، شفاخانهٔ کدری، کلینیک ستوماتولوژی و پوهنځی تعلیم و تربیه، هر یک به‌گونهٔ مستقل و منظم در. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کانکریت ریزی ساحۀ روبروی ریاست پوهنتون هرات

پروژه کانکریت‌ریزی ساحه روبه‌روی تعمیر ریاست پوهنتون با هدف ایجاد سهولت‌های بیشتر، تحت نظارت و ارزیابی معاونیت مالی و اداری پوهنتون و یک شرکت خصوصی پیش برده می‌شود. این پروژه در چوکات. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات برگزار شد.

جلسه شورای علمی پوهنتون امروز به ریاست شیخ‌القرآن و الحدیث مولانا عبدالغنی حقانی، رئیس پوهنتون، و با حضور معاونان، رؤسای پوهنځی‌ها، آمران و استادان در سالون این شورا دایر گردید.
جلسه با. . .

BACK TO NEWS