د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو
د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.
دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د مسؤول، پوهنیار مجیبالله حفیظي له خوا جوړ شوی و، چې په کې استادانو، کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی و.
سمینار د زراعت پوهنځي د علمي کادر غړي، پوهندوی عبدالله معصومي، له خوا وړاندې شو. په دغه سمینار کې د ستراتېژیک پلان د موخو، لومړیتوبونو او بنسټیزو محورونو په اړه معلومات وړاندې شول او د پوهنځي د ښوونیزو، څېړنیزو او اداري فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د دغه پلان پر اغېزمن تطبیق ټینګار وشو.
