د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ریس خپلو همکارانو ته ور وپیژندل شو
پوهنیار جمشید نیکجو نن دپوهندوي ډاکټرعبدالله فایز د هرات پوهنتون رئیس، دپوهنتون مرستیالانو، د دیپارتمنتونوآمرانو او دیاد پوهنځي ښونکو په شتونکي دهرات پوهنتون دحقوقواوسیاسی علومو پوهنځي د رئیس په توګه خپل وکارکونکوته ور وپیژندل سو.
دهرات پوهنتون رئیس وښاغلي نیکجو ته دبریالیتوبونو هیله مندي ترڅنګ دحقوقو پوهنځي مخکني رئیس پوهنمل غلام شاه عادل څخه مننه وکړه.
پوهنیار نیکجو د څه مودي راهیسی دیاد پوهنځي دسرپرست په توګه دنده تر سره کول، ښاغلي نیکجو دلوړو زده کړو وزارت او دهرات پوهنتون دمشرتابه د دوي حسن نیت څخه مننه وکړه، خپل د راتلونکو خپرونو اوپلانونو په ویلوسره يي هوډ وکړ چي دیاد پوهنځي علمي او تخصصي کړني به دتیر په څیر دوام ومومي، ترڅو بیا د علمي او تخصصي لاسته راوړنو شاهدان وسو.