د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
img

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دې موده کې مراجعینو د روغتون د بېلابېلو څانګو له خدمتونو، لکه OPD، التراساونډ، سیرولوژي، بایوکیمیا، ECG، ساده معایناتو، نورو تشخیصي معایناتو، بستر خدمتونو او کوچنیو، لویو او تخصصي عملیاتو څخه ګټه اخیستې ده.

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د وړاندې کولو له مهمو مرکزونو څخه دی او تل هڅه کوي چې د هېوادوالو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، محصلینو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره او د هغوی علمي ظرفیتونه لوړ کړي.

د هرات پوهنتون مشرتابه او د دغه علمي بنسټ د تدریسي روغتون مسؤولین هڅه کوي چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه کولو، د تشخیصي امکاناتو په پراختیا او د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره د هېوادوالو د روغتیا او هوساینې په تأمین او ټولنې ته د خدمت په برخه کې لا اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

خبر خوش

خوشبختانه پوهنتون هرات موفق به اخذ تأییدیه برنامه های جدیدالتأسیس در مقاطع ماستری و لیسانس از وزارت محترم تحصیلات عالی گردیده است.
این دستآورد ارزشمند، گامی مهم در راستای توسعه و ارتقای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

کارگاه آموزشی یک روزه با عنوان «مهارت‌های ارتباطی استادان» برگزار شد.

آمریت مرکز انکشاف مسلکی پوهنتون هرات، جهت ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی اعضای کادر علمی، ورکشاپ دو روزۀ مهارت‌های تدریس تحت عنوان «مهارت‌های ارتباطی استادان» را برای استادان پوهنځی‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

برگزاری امتحان بست‌های اداری پوهنتون هرات و اعلان نتایج آن

امتحان بست‌های اداری پوهنتون هرات با حضور کمیته موظف و اشتراک بیش از ۱۱۰ تن از واجدان شرایط، به‌گونه منظم و شفاف جهت جذب افراد واجد شرایط در بست های 5 و 6 این نهاد علمی برگزار شد  و در. . .

BACK TO NEWS