د ژورناليزم او ټولنيزو اړيکو پوهنځي محصلانو ته د مبايل ژورناليزم پيژندني سمينار وړاندي شو
د ژورناليزم او ټولنيزو اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري محصلانو ته د مبايل ژورناليزم پيژندني او کاروني اړوند مالوماتي سمينار وړاندي شو.
دا سمينار د قرانکريم د څو آيتونو په تلاوت سره راپيل شو، چي وروسته د ژورناليزم او ټولنيزو اړيکو پوهنځي رئیس پوهنيار ذبيح الله عرفان له لوري ټولو محصلينو ته د ټکنالوژي، علمي او مسلکي پرمختيا باندي خبري وکړې، نوموړي محصلينو ته د فکري اصلاح، د وطن جوړوني احساس پر پياوړي کولو او ټولني ته د رښتيني اسلامي او مسلکي ارزښتونو پر بنسټ د ښه خدمت کولو يادونه وشوه.
دا سمينار د يادې پوهنځي د فرهنګي کمېټې مسؤل پوهنيار امان الله پښتون له لوري چمتو او محصلانو ته پکښي د مبايل ژورناليزم پر پيژندني، اهميت، ځانګړتيا، په رسنيو، ادارو او شرکتونو کي د مبايل ژورناليزم پر کاري اصولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندي ګډونوالو ته مالومات وړاندي سول.
د يادې کمیټې د مسؤل له لوري ددې سمينار د وړاندي کولو څخه موخه محصلانو ته د مبايل ژورناليزم کارول، تجربې او شکلونه ور وښودل او د هغوی مسلکي ظرفيت لوړول ياد سول.
د همدې سمينار په وروستۍ برخه کي د محصلينو ټولو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل سول او سمينار په دعا کولو سره پای ته ورسېده.
