کوم بحران ډېر عاجل دی: ترافیکي پېښې که د نسخې پرته د دواوو پلور؟

nta_new_user
Wed, Dec 17 2025 9:35 AM
img

دا د یوې رقابتي-علمي برنامې سرلیک و چې د هرات پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د ټولنپوهنې د دیپارتمنت په نوښت، د دوو مهمو ټولنیزو ستونزو د ټولنپوهنیزې څېړنې او د هغو د جوړښتونو، بنسټونو او د ټولنې د چلندیزو الګوګانو په چوکاټ کې د شننې په موخه، ترسره شوه. 
په دې پروګرام کې د محصلانو دوو ډلو د علمي او تحلیلي لیدلوري پر بنسټ مناظره وکړه. هرې ډلې د خپل ملاتړ کېدونکي موضوع لپاره ټولنپوهنیز تعریف وړاندې کړ او د ستونزې د پراختیا ابعاد، اغېزمن جوړښتي او کلتوري عوامل، زیان‌منونکې ډلې، ټولنیزې پایلې او د اوسني وضعیت د دوام لاملونه یې وڅېړل. همدارنګه، د احصایو، عیني شواهدو او ټولنیزو بېلګو په کارولو سره یې د یو بل لیدلوري تر پوښتنې لاندې راوست او د دغو بحرانونو د کمولو او مدیریت لپاره یې واقعي حل‌لارې وړاندیز کړې. 
د مناظرې په پای کې، د «ترافیکي پېښو» د موضوع ملاتړې ډلې د منسجمو، مستندو دلایلو او د حاضرینو پوښتنو ته د قناعت‌بخښو ځوابونو په وړاندې کولو سره د داورانو او ګډونوالو نظرونه خپل کړل. د دې ډلې شننو وښودله چې ترافیکي پېښې یوازې یوه فردي ستونزه نه ده، بلکې یو ټولنیز بحران دی چې پراخ اقتصادي، رواني او بنسټیزې پایلې لري. 
پر همدې بنسټ، دغه ډله د مناظرې د برترې ډلې په توګه وپېژندل شوه او وستایل شوه، او د نورو ډلو له هڅو څخه هم مننه وشوه.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و مجله علمی. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS