د هرات د ښوونې او روزنې پوهنځي د برترو استادانو، کارکوونکو او محصلانو د قدردانۍ محفل – تحصیلي کال ۱۴۰۴
د هرات د ښوونې او روزنې پوهنځي د برترو استادانو، کارکوونکو او محصلانو د نه ستړې کېدونکو هڅو، زیار او د پام وړ لاسته راوړنو د ستاینې په موخه، د یاد پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې یو شاندار او منظم محفل ترسره شو. په دې محفل کې د پوهنځي مشرتابه، د علمي کادر غړي، اداري کارکوونکي او یو شمېر محصلان ګډون درلود.
په دې مراسمو کې له هغو استادانو او کارکوونکو څخه چې په علمي، څېړنیزو، تدریسي، مدیریتي او خدماتي برخو کې یې غوره او د یادونې وړ کړنې ترسره کړې وې، ستاینه وشوه. همدارنګه یو شمېر هغه برتر محصلان چې په علمي، انضباطي برخو او د پوهنځي په فعالیتونو کې یې ممتازې لاسته راوړنې لرلې، وهڅول شول او تقدیر ترې وشو.
د پوهنځي مسؤلینو د استادانو، کارکوونکو او محصلانو د صادقانه او نه ستړې کېدونکو هڅو له قدرونې سره، د تحصیلي کیفیت د لوړولو، د علمي فضا د پیاوړتیا او د ښوونې او روزنې د پوهنځي د پرمختګ په برخه کې د هغوی رول ډېر ارزښتناک وباله. همدارنګه ټینګار وشو چې دا ډول پروګرامونه کولای شي د علمي او اداري ټولنې د غړو ترمنځ د لا زیاتې انګېزې، همغږۍ او سالمې سیالۍ لامل شي.
