د هرات پوهنتون د تدارکاتو کمیټې غونډه ترسره سوه

د هرات پوهنتون د تدارکاتو کمیټې غونډه د پوهنتون د مالي او اداري معاون مولوي غلام رسول سروري په مشرۍ او ددې کمیټې د غړو ترمنځ ترسره سوه.
په دې غونډه کي د پوهنتون د بېلابېلو برخو لپاره د اداري تجهیزاتو پېرودل، د لويديځ زون د پوهنتونونو ترمنځ د ورزشي سیالیو لګښتونو، د دولتي تاسیساتو، املاکو ساتنه او پالنه او يو شمېر نورو بېلابېلو مهمو موضوعاتو باندي بحث او خبري وسوې.
د يادې کمیټې د غړو له لوري د اجنډا پر موضوعاتو باندي خپل نظرونه او وړانديزونه سره وړاندي کړل او د نظرونو د شريک کولو څخه وروسته د کاري چارو د ښه والي او د تدارکاتي چارو د ګړندي کېدو لپاره اړيني پرېکړې وسوې.
د پوهنتون مالي او اداري معاون په دې ناسته کي ټینګار وکړ، چي د تدارکاتي چارو غوره مدیریت د پوهنتون د علمي، زده کړې او څېړنیزو فعالیتونو په پرمختګ کي مهم رول لري همدارنګه نوموړي يادونه وکړه چي د ټولو برخو ګډه هڅه د شته سرچېنو او امکاناتو په ښه استفادې کي ښه مرستندويه تماميږي.